حقوق پوهان: امریکا د ټولو نړېوالو قوانینو خلاف د افغان حکومت مقابل کې د طالبانو ملاتړ کوي

حقوق پوهان او د نظر خاوندان وايي، د افغانستان حکومت مقابل کې د یوې وسله والې ترهګرې ډلې څخه د امریکا ملاتړ د ټولو نړېوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی.

د دوی په خبره امریکا د خپل زور او طاقت څخه په استفادې قوانینو ته نه ګوري؛ بلکه خپلو ګټو او اهدافو ته په کتو له حکومتونو، ډلو او سازمانونو څخه استفاده کوي.

د کابل او ننګرهار بریدونو څخه وروسته، چې لسګونه معصوم انسانان په کې ووژل شول او افغان حکومت یې پړه پر وسله والو طالبانو واچوه؛ د امریکا لوړ پوړو چارواکو دې موضوع ته غبرګون وښود او د وسله والو طالبانو څخه په ملاتړ یې اعلامیو کې یادونه وکړه، چې یاد بریدونه دوي نه دي کړي.

د مایک پمپیو او زلمي خلیلزاد پر څرګندونو افغان حکومت توند غبرګون څرګند کړ او د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د وسله والو طالبانو له لورې د بریدونو مسوولیت نه منل د هغوی د برآت په مانا نه دی.

د پوهنتون استاد او حقوق پوه محب الله الله یار زاویه نیوز ته وویل : (( امریکا تل د خپلو بهرنیو سیاستونو په برخه کې حکومتونه، نظامونه، ډلې او افراد مهم نه ګڼي؛ بلکه خپل اهداف ورته مهم وي، چې د هر چا په وجود کې ورته خپل اهداف تضمیندو دوی هماغې ډلې پسې ځي.))

د ده په خبره دوی اوس د وسله والو طالبانو په فعالیتونو کې خپل اهداف ویني؛ ځکه اوس د یو قانوني حکومت مقابل کې د یوې وسله والې ډلې ملاتړ کوي او هغوی په افغان حکومت تحمیلوي.

د نظر خاوند جان اغا بهار وویل، امریکا باید د وسله والو طالبانو په بې ګناه معرفي کولو کې بېړې څخه باید کار وانخلي؛ ځکه د ټولو جنګي ډلو لپاره د وحشیانه فعالیت زمینه طالب برابره کړې او برابروي یې.

دی وايي، د زلمي خلیلزاد له لورې افغان حکومت او وسله والو طالبانو ته یو ډول خطاب تېروتنه او له ټولو نړیوالو نورمونو څخه سرغړونه ده.

د ده په خبره افغانستان کې د هر برید مسوولیت د طالب په غاړه لویږي؛ ځکه داعش، لشکر طیبه، حقاني ډله، تحریک طالبان او نورې ترهګرې ډلې له هغه  ځایه سر را پورته کړی، کوم ځای چې طالب نا امن کړی او تسلط پرې لري.

د نظر خاوندان وايي، د کابل او جلال اباد بریدونو وروسته د افغان حکومت هغه نظر هم حق ثابت شو، چې هېواد کې افغان ملي امنیتي ځواکونو له شلو ترهګرو ډلو سره جنګ کوي او که د سولې راوستو په برخه کې دقت ونشي؛ نو وسله والو طالبانو سره تر هوکړې وروسته به هم جګړه روانه وي.

  • 27 غويی 1399